د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویلي، په ټولو هېواد کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۲۷ زره او ۶۰ کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې، چې ۶۰۰ زره او ۵۴۶ یې نارینه او ۲۲۶ زره او ۵۲۴ یې د ښځینهوو تذکرې دي.
په یاده موده کې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې (۲۳۲زره او۶۹۶ ) په کابل ولایت کې وېشل شوې دي او تر کابل وروسته هرات د ۷۴ زره او ۱۸۰، ننګرهار د ۷۱ زره او ۸۲۵، کندهار د ۴۷ زره او ۲۶۰ او بلخ د ۳۶ زره او ۲۷۵ تذکرو په وېشلو هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې یې هېوادوالو ته وېشلې دي.
د ویلو ده چې دا اداره په هېواد کې د اسان خدمت او الکترونیکي تذکرو د ۸۷ وېش څانګو او د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د آسان خدمت مرکز له لارې د الکترونیکي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کوي او د دې بهیر له پیل تر اوسه یې ۱۸ میلیونه او نږدې ۳۰۰ زره هېودوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.


