خانهنړۍجرمني کې څه باندې ۵ زره زده‌کوونکو د اجباري پوځي خدمت پر...

جرمني کې څه باندې ۵ زره زده‌کوونکو د اجباري پوځي خدمت پر ضد لاریون وکړ

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ(جمعه، د سپتمبر ۲۵مه) د جرمني په ۱۰۰ څخه زیاتو ښارونو کې څه باندې ۴۵ زره زده‌کونکي سړکونو ته راووتل ترڅو د اجباري پوځي خدمت د پلانونو پر ضد اعتراض وکړي. دا لاریونونه د “پوځي خدماتو پر وړاندې د ښوونځي اعتصاب” غورځنګ لخوا تنظیم شوي وو.

لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې د جرمني دفاع وزارت د نوي پوځي خدماتو قانون لاندې د ۱۸ کلنو نارینه وو لپاره د طبي معایناتو غوښتنه پیل کړه. دا قانون به د ۲۰۲۶ کال په پیل کې نافذ شي او موخه یې د فدرالي اردو لپاره نور نارینه استخدام کول دي. که څه هم دا سیسټم لاهم رضاکارانه اعلان شوی، زده‌کونکي باور لري چې حکومت په تدریجي ډول د اجباري خدمت بېرته راستنېدو په لور روان دی.

“لومړی پوښتنلیکونه، اوس اجباري ازموینې، چې باید د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې پیل شي. فدرالي حکومت ګام په ګام د پوځي خدماتو معرفي کولو په اړه جدي دی. د پوښتنلیکونو ځوابونه ښیې چې ځوانان نه غواړي په فدرالي اردو کې شامل شي.”

د جرمني پولیسو ټول شمېر نه دی ورکړی، خو په برلین کې شاوخوا ۲۴۰۰ کسانو، په میونخ کې ۷۰۰ او په نورو ښارونو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه. لاریون کوونکو شعارونه ورکول لکه “موږ نه غواړو چې په جګړه کې ښکیل شو” او “د پوځي ازموینو پر ځای تعلیم” او د دې عمل د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

د جرمني دفاع وزارت ټینګار وکړ چې ازموینې د ټولو هغو نارینه وو لپاره لازمي دي چې د ۲۰۰۷ کال د دسمبر له ۳۱ وروسته زېږېدلي دي، حتی هغه کسان چې لیوالتیا یې نه ده ښودلې.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه