خانهنړۍد پاکستان تحریک انصاف ګوند د اکټوبر ۴مه لاریونونه پیلوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اکټوبر ۴مه لاریونونه پیلوي

د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) اعلان کړی، چې د اکټوبر په ۴مه به په پېښور کې لاریونونه پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې لاریونونه د سپتمبر په ۲۷ مه پیل شي، خو د ګوند سیاسي کمیټې پرېکړه وکړه چې د اکتوبر تر ۴مې پورې یې وځنډوي.

په همدې حال کې، د پاکستان حکومت د لاریونونو د مخنیوي لپاره اسلام‌اباد ته په غځېدلو لارو کې شاوخوا دوه زره کانټینرونه ځای پر ځای کړي دي.

د ډان نیوز په وینا، د پاکستان حکومت به د دې کانټینرونو مالکینو ته هره ورځ شاوخوا ۴۶.۵ میلیون پاکستاني روپۍ ورکړي، چې لګښت به یې هر ځل چې لاریونونه وځنډول شي زیات شي.

د پاکستان پولیسو د لاریونونو د مخنیوي لپاره د پنجاب څخه د ۱۶ زره پولیسو او د سند څخه د دوه زره پولیسو د ځای پر ځای کولو غوښتنه هم کړې ده.

د پي‌ټي‌ای په وینا، د لاریونونو اصلي هدف د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کول او د قانون او اساسي قانون بیا رغونه ده.

د عمران خان ګوند په خیبر پښتونخوا کې په واک کې دی.

د دې اوونۍ په پیل کې، د عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمه خان او نورین نیازي نیول کېدو، تاوتریخوالی زیات کړی دی.

دوی د “ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو ملاتړو د هڅولو او د دولتي ادارو پر وړاندې د هڅولو” په تور نیول شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه