خانهافغانستاناریانا د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړې دي

اریانا د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړې دي

د اریانا افغان هوایي شرکت وایي چې یاد شرکت د ملي سوداګرو او د سوداګریزو اموالو د لېږد-رالېږد د اسانتیا په موخه د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړي دي.

د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې اوس هره ورځ دوې منظمې کارګو الوتنې ترسره کېږي. په داسې حال کې چې مخکې هره ورځ پر ياد مسير يوازې يوه الوتنه ترسره کېده.

د اریانا افغان هوایي شرکت همداراز ویلي چې د دغو منظمو او ورځنیو کارګو الوتنو له لارې افغان سوداګر او شرکتونه کولای شي خپل سوداګریز توکي په چټک، خوندي او باوري ډول د افغانستان او هند ترمنځ ولېږدوي او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره له دې مهم هوايي فرصت څخه ګټه واخلي.

د سرچینې په وینا چې د آریانا افغان هوايي شرکت هڅه کوي چې د هېواد سوداګرۍ د ودې، د ملي سوداګرو د اړتیاوو پوره کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره د هوايي کارګو خدمتونه لا پراخ او چټک کړي.

د یاولو ده چې اوسمهال ډېرو هېوادونو ته د اریانا افغان هوایي شرکت په الوتنو کې زیاتوالی راغلی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه