خانهنړۍریاض او اسلام‌اباد د مکې هوکړې په چوکاټ کې د همکارۍ پر...

ریاض او اسلام‌اباد د مکې هوکړې په چوکاټ کې د همکارۍ پر زیاتوالي خبرې کړې 

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، خالد بن سلمان د پاکستاني پوځ له لوی درستیز، عاصم منیر سره په کتنه کې پر بېلابېلو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. 

خالد بن سلمان ویلي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو پر سعودي عربستان د بریدونو په اړه هم خبرې کړي دي.  

د هغه په وینا چې عاصم منیر او خالد بن سلمان همداراز پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونو پر وړاندې د ګډو هڅو پر دوام خبرې کړې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر سعودي عربستان د یمن حوثیانو بریدونه زیات شوي، بلخوا سعودي عربستان هم په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي.

د دغو بریدونو له امله دواړو لوریو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي.

په ورته مهال یو شمېر هېوادونو د حوثیانو پر وړاندې د جګړې لپاره له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او له حوثیانو یې غوښتي دي چې خپل بریدونه ژر تر ژره پایته ورسوي. 

دغو هېوادونو د حوثیانو بریدونه په سیمه کې د ناامنۍ ستر لامل بللي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه