خانهافغانستانهرات کې د ۵۸۰ زره ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې 

هرات کې د ۵۸۰ زره ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې 

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هرات په اسلام‌کلا کې سرحدي پولیسو د ۵۸۰ زره ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې سرحدي ځواکونو په اسلام‌کلا کې هغه کس نیولی چې غوښتل یې ایران ته ۵۸۰ زره امریکایي ډالر ایران ته ولېږدوي.  

سرچینې لیکلي چې په دې تړاو نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.  

تر دې مخکې هم په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې د سلګونه زره ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې وه. 

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې له هېواد څخه به د پيسو او نورو هر ډول توکو د قاچاق جدي مخنیوی کېږي.  

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول د افغانۍ ارزښت لوړ شوی او یو لامل یې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی بلل شوی دی.  

اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې یو ډالرو په شاوخوا ۶۴ افغانۍ تبادله کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه