د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال، قدرت الله جمال په کابل کې د قطر له سفیر «علي مردف القاشوطي» سره کتلي دي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ګرځندویي همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او ورورولۍ اړیکو پر لا پراختیا ټینګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دواړو لوریو همداراز له قطر څخه افغانستان ته د سیلانیانو د جذب، د افغانستان د طبیعي، تاریخي او سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، په افغانستان کې د قطري پانګهوالو د پانګونې د زمینه برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندویي همکاریو لپاره د رسمي چوکاټ د رامنځته کولو موضوعات شامل وو.
د کتنې پرمهال قدرت الله جمال د افغانستان د ګرځندویي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې افغانستان د طبیعي ښکلاوو، تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او بېلابېلو سیاحتي جاذبو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري او د قطري سیلانیانو او پانګهوالو لپاره د همکاریو مناسب فرصتونه موجود دي.
بلخوا د قطر سفیر افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر ارزښت خبرې وکړې او فرهنګ یې د تمدنونو یو اساسي عنصر وباله.
د نوموړي په وینا چې تمدنونه په اسانۍ له منځه نه ځي او انسانان د تمدنونو په رامنځته کولو، پاللو او وده کې مهم رول لري.


