افغان ابدالیان لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې کوربه جاپان لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اسیايي سیالیو په ترڅ کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ نن ویلي، افغان ابدالیان لوبډلې د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې کوربه جاپان لوبډلې ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن(پنجشنبه، د سپټمبر ۲۴مه) په کوربه جاپان کې ترسره شوه.
افغان ابدالیان لوبډلې د اسیايي سیالیو په لړ کې د خپلې لومړۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او سیالې جاپان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه محمد اکرم ۳۴، لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۹، محمد اسحاق ۲۵* او کریم جنت ۲۱ منډې جوړې کړې.
کوربه لوبډلې په ۱۹ اور کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۰ منډې وکړې او په دې سره د هېواد لوبدلې بریا خپله کړه.


