خانهنړۍنیویارک کې ایراني او امریکايي چارواکو دوه ساعته خبرې کړې 

نیویارک کې ایراني او امریکايي چارواکو دوه ساعته خبرې کړې 

د تهران – واشنګټن د ترینګلتیاوو په دوام، تازه په نیویارک کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ دوه ساعته خبرې شوې، او ایراني لوري امریکايي استازو ته خپل شرایط وړاندې کړي دي. 

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وایي چې دا خبرې تېره سه‌شنبه د قطر په منځګړیتوب په نیویارک کې شوې دي.

بقایي ویلي چې په دغو خبرو کې ایراني لوري یو وار بیا له امریکا غوښتي چې د دغه هېواد کنګل‌شوې شتمنۍ ازادې کړي، په ټولو جبهو کې جګړه پایته ورسوي او همداراز د ایران او عمان ترمنځ پر هوکړه شوې خوندي سمندري لاره موافقه وکړي. 

د راپورونو له مخې چې د دې مذاکراتو ترڅنګ په همدې ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي هم د امریکا له ځانګړي استازي «سټیو ویتکاف» سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي. 

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په نیویارک د ملګرو ملتونو ۸۱ یمه عمومي غونډه روانه ده چې د ایران د ولسمشر په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو پکې خبرې کړې دي. 

په دې غونډه کې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پر امریکا او اسرائیلو توندې نیوکې کړې او دوی یې له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونکي بللي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه