خانهافغانستانپر کندهار او خوست د پاکستان تازه هوايي بریدونه؛ "د سر زیان...

پر کندهار او خوست د پاکستان تازه هوايي بریدونه؛ “د سر زیان نه لري”

د پاکستان پوځي رژیم نن سهار وختي پر کندهار او د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې هوایي بریدونه کړي دي. 

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم دا بریدونه په ګربزو ولسوالۍ او یو ځینو نورو سیمو کې شوي، خو چا ته پکې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. 

په ورته مهال یوې سرچینې خامه‌پریس ته منلې چې د پاکستان پوځي رژیم نن سهار وختي پر کندهار هم هوایي بریدونه کړي. 

بلخوا د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان پوځي رژیم د دغو بریدونو په اړه خپاره شوي راپورونه تایید کړي، خو په وینا یې چې د سر زیان نه لري.  

د ښاغلي مجاهد په وینا چې دا بریدونه د کندهار ښار نهم ناحیې اړوند سیمه کې شوې دي.

څو ورځې مخکې پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې په کونړ کې درې کسانو ژوند وبایلود او یو شمېر نور ټپیان شول. 

اسلامي امارت د پاکستان دا بریدونه په کلکه وغندل او په کابل کې یې د پاکستاني سفارت شارژدافیر هم احضار کړ. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه