د ا.ا کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د یاد وزارت پلاوي په تاشکند کې د اوزبیکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د وضعیت، د قرارداد د عملي کېدو پر وړاندې د شته ستونزو او د دغو ستونزو د حل لپاره د دواړو لورو د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ویلي چې د یادې پروژې د ستونزو د حل لپاره ۱۲۰ ورځې وخت ټاکل شوی څو په دې موده کې شته ستونزې وارزول شي او د حل لپاره یې عملي اقدامات وشي.
د اسلامي امارت پلاوي ډاډ څرګند کړی چې پر دوی پورې اړوندې هرې موضوع د حل لپاره به هڅې کوي.
په دې کتنه کې اوزبیک لوري هم ډاډ ورکړی چې د طوطي میدان ګازي بلاک د مالي او تخنیکي ستونزو د حل په موخه به هر اړین اقدام ترسره کړي.
د کتنې پرمهال د ازبکستان د کانونو او صنایعو وزیر ټینګار کړی چې د طوطي میدان ګازي بلاک قرارداد د یوه خصوصي شرکت او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی، خو ازبکستان د دې پروژې په اړه ځان د دولت په کچه مسوول ګڼي او چمتو دی، چې د پروژې د څارنې، تمویل او د شته ستونزو د حل په برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.


