د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نیمروز ولایت امنیې قوماندانۍ د ترهګۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
مسوولینو ویلي چې دا وسلې او مهمات له تېرو دریو میاشتو راهیسې کشف او ضبط شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په ضبطشویو وسلو کې ۱۳ کلاشینکوف، ۷ تپانچې، ۵ کمرشکن ترلاسه او د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې د قوماندانۍ د ډایاک مدیریت ته سپارل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې بلخوا د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو په تېرو دوو ورځو کې ۱۴ تنه د غلا او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له نیولشویو کسانو څخه درې عرادې موټرسایکلونه، ۱۷ سیټه ګرځنده ټیلیفونونه، ۴۰۰ زره افغانۍ، یو راکټ، یوه توپنچه، یو میل کلاشینکوف، یو د راکټ دوربین او یو شمېر مرمۍ ترلاسه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه میله وسلو د قاچاق مخنیوي راپورونه ورکړل شوي وو.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ټینګار کړی چې هېچا ته به هېواد کې د غیرقانوني وسلو د ګرځولو او قاچاق اجازه ورنکړي.


