د افغانستان د تکواندو، غېږ نیونې، کوروش او جوډو ملي لوبډلې نن (دوشنبه، د سپتمبر۲۰مه) د جاپان په لور روانې شوې ترڅو د ۲۰مې اسیایي المپیک لوبو کې د ګډون لپاره د دې هېواد د ورزش ادارې عمومي ریس مولوي احمدالله وثیق سره د مخه ښه مراسمو وروسته جاپان ته لاړې.
د هېواد د ورزش ادارې وویل چې د پلاوي په ترکیب کې به د دوو لوبغاړو سره غېږ نیونه، یو روزونکی او د پلاوي یو غړی، د تکواندو دوه لوبغاړي، یو روزونکی، یو ډاکټر او د پلاوي یو غړی، جوډو دوه لوبغاړي او یو روزونکی، او کوروش د دریو لوبغاړو، دریو ریفریانو او یو روزونکي سره شامل وي.
احمدالله وثیق د مخه ښه مراسمو کې لوبغاړو او د پلاوي د ټیم غړو ته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې سیالیو کې د خپلو سپورتي وړتیاوو په ښودلو سره د افغانستان استازیتوب وکړي.
د ورزش څانګې په وینا، ۳۴ افغان لوبغاړي به د ۲۰مې اسیایي المپیک لوبو کې په ۹ سپورتي څانګو کې برخه واخلي.
دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر له ۱۹مې څخه د اکتوبر تر ۴مې پورې د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې ترسره شي، چې د ۴۵ اسیایي هېوادونو لوبغاړي به په ۴۱ ورزشي لوبو کې برخه واخلي.


