خانهافغانستانټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې نن (دوشنبه، د وږي ۳۰ مه) په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق ملي کمپاین پیل شو. دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې نږدې ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

دغه وزارت ویلي، چې دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو خوندیتوب پیاوړی او د ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

باید وویل شي چې په سویلي زون کې به دا کمپاین د لا ښه تطبیق په موخه یوه ورځ وروسته، یعنې د سې‌شنبې په ورځ پیلېږي.

سږ کال یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه تر سره شوي چې دا د کال څلورم کمپاین دی او تر څنګ یې ځانګړي او د سیمو تر کچې محدود کمپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره شوې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د واقعاتو اړوند ځینې محیطې نمونې مثبت شتون لري البته د انساني پېښو اړوند لا تر اوسه د عامې روغتیا وزارت له لورې تاید شوي واقعات شتون نه لري ، د ځینې مشکوک واقعاتو د کره کتنې او شواهدو په اساس به د واقعاتو د شتون اړوند معلومات شریک شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه