خانهافغانستانسږ کال څه باندې ۴۵۰ زره کورني او بهرني سیلانیان پنجشېر ولایت...

سږ کال څه باندې ۴۵۰ زره کورني او بهرني سیلانیان پنجشېر ولایت ته تللي

د پنجشېر مسوولین وایي چې د سږ کال له پیله تر اوسه ۴۵۰ زره کورنیو او ۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو له یاد ولایت څخه لیدنه کړې ده. 

د دغه ولایت د والي ویاند، سیف‌الدین لټون ویلي چې ورغلو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنې کړې دي. 

د نوموړي په وینا چې تازه د ۷۰ روسي سیلانیان پنجشېر ولایت ته تللي او ټاکل شوې چې دوی به د دغه ولایت له تفریحي سیمو او سیاحتي جاذبو څخه لیدنه وکړي.

د پنجشېر د والي ویاند د دغه ولایت خاواک، دره او د بازارک ښار مرکز هغه ځایونه بللي چې زیات ورځي او طبیعي سیمې یې ننداره کوي. ‎

د یادولو ده چې پنجشېر ولایت شنې درې، طبیعي منظرې او تاریخي ځایونه لري چې هر کال سلګونه زره کورني او بهرني سیلانیان ورځي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ هم زیات شوی او په بېلابېلو ولایتونو کې له طبیعي او تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.  

بلخوا د اسلامي امارت د امارتي شرکتونو لوی ریاست ډاډ ورکړی چې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه