د تهران – واشنګټن د ترینګلتیاوو په دوام، د ایران ملي امنیت شورا منشي، محسن رضایي وایي چې ایران د خبرو لپاره امریکا ته خپل اووه شرطونه وړاندې کړي، او د ځواب په تمه یې دي.
محسن رضايي ویلي چې د ایران دا شرطونه د منځګړو هېوادونو له لارې امریکا ته رسول شوي، او په وینا یې چې د تهران پر وړاندې د واشنګټن پیغام روښانه دی.
نوموړي د ایران د دغو شرطونو له ډلې په ټولو جبهو کې د جګړې پایته رسول، د ایران د کنګلشویو شتمنیو ازادول او د سمندري محاصرې پایته رسول هم ښودلي دي.
د ایران ملي امنیت شورا منشي همداراز ټینګار کړی چې امریکا باید له ایران سره د خبرو اترو د بیاځلي پيل لپاره د ایران شرطونه ومني.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم په خپل ځای دي، او هره شېبه یو پر بل د خونړیو بریدونو احتمال شته.
بلخوا یو شمېر کارپوهانو د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې او يو پر بل پراخ بریدونه د نړیوال امنیت د بېثباته کولو لامل بللي، او اندېښنه ښودل شوې چې که دا جګړه او کړکېچ اوږد شي، کېدای شي د سیمې ډېر هېوادونه پکې په مستقیم ډول ښکېل شي.


