خانهافغانستاند ا.ا ټولګټو وزیر په وردګو کې د چک – دایمیرداد سړک...

د ا.ا ټولګټو وزیر په وردګو کې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو لیدنه کړې

د ا.ا ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني وردګ ولایت ته تللی او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې ارزولې دي.

دغه وزارت ویلي چې د ټولګټو وزیر د دې پروژې تطبیق‌کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسوولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت، باکیفیته موادو کارولو او د کار په ساحه کې د ماشینرۍ زیاتولو په اړه لارښوونې کړې او د پروژې پر ژر بشپړېدو یې ټینګار کړی دی.

سرچینې لیکلي چې بلخوا بیا د قراردادي شرکت مسوولینو د ټولګټو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د دې پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د اسلامي امارت ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې چې اوسمهال له چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې د دغه غځېدلي ۶۰ کیلومتره سړک په بېلابېلو ساحو کې د کیندنې، هموارکارۍ او پلګوټو د جوړولو چارې روانې دي.

بلخوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دې پروژې د چارو پیلېدو ته خوښ دي، خو دوی له اسلامي امارت غواړي چې په چک ولسوالۍ کې د ورته نورو پروژو چارې هم پیل شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه