د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې د یادې ادارې تخنیکي ټیم د کابل چهلستون غره د یوې برخې د خوځښت ارزونه ترسره کړې ده.
د دې د اطلاعاتو او نشراتو رییس او ویاند، محمد یوسف حماد ویلي چې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له امله د غره یوه برخه خوځېدلې ده چې وینا یې د ښویېدو له امله یې سلګونه کورنیو ته د زیان اوښتو احتمال شته.
نوموړي ویلي چې د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ملي اداره دې برخې ته جدي پاملرنه کوي او له وسایلو په استفادې او همداراز د موسسو په همکارۍ به د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې وشي.
محمد یوسف حماد همداراز د دې سیمې له خلکو غوښتي چې د مسوولینو د لارښوونو مطابق دې له کورونو ووځي.
په ورته مهال د کابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون سیمې د غره ښویېدو په اړه د کابل والي په لارښوونه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې شوې دي.
مسوولینو ته ویل شوي چې د پېښې وضعیت له نږدې وڅاري، د سیمې د اوسېدونکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
بلخوا ځینو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې که د چلهستون غره دا برخه ونړېږي، ښايي تر ۳۰۰ پورې کورونه ترې لاندې شي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې خطر د مخنیوي لپاره دې په لومړي قدم کې له دغه غره څخه د ساختماني موادو استخراج ودرول شي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې


