خانهنړۍد بېدیا زمری؛ د عمر مختار تلین

د بېدیا زمری؛ د عمر مختار تلین

عمر بن مختار چي په عمر مختار او د بېدیا زمری په لقب سره هم یادیږي، د لیبیا د سنوسیه غورځنګ مشر و. عمر مختار د عربو او مسلمانانو له نامتو جنګیالیو او مبارزینو څخه و. هغه د ایټالوي ځواکونو په وړاندي د ۵۳ کلنۍ په عمر تر ۲۰ کلونو پوري پرله‌پسې په ګڼو جګړو کي برخه واخیسته.

د عمرالمختار له ویناوو څخه یوه دا هم ده چې ایټالوي یرغلګرو ته یې د تسلیمېدو او له مقاومته د لاس اخیستو د غوښتنې په مقابل کې ویلي وو: “موږ نه تسلیمېږو، بریالي کېږو یا مرو.”

عمر په ۱۸۶۲ کال د لیبیا ختيځ برقة په جنزور سیمه کې زیږېدلی، دی کوچنی و چې پلار یې مړ شوی، خو د کلي له ملا یې د قران شریف زده‌کړه پیل کړې ده.

په ۱۹۱۱ کال ایټالیا د عثماني خلافت پرضد جګړه پیل کړه، هغه مهال عثمانیان د لیبیا مشران وو، په ۱۹۱۲ کال روم اعلان وکړ چې لیبیا د ایټالیا مستعمره ده، له هماغه وخته عمر، چې ۵۳ کلن و، د ایټالویانو پرضد د لیبیا مقاومت پیل کړ چې ۲۰ کاله یې دوام وکړ او ایټالویانو ته یې ډېر زیان هم واړاوه.

د عمر مختار د اعدام موخه د لیبیايي مقاومت کوونکو روحیه ځپل او د ایټالوي حکومت په وړاندي د غورځنګونو له منځه وړل وه خو د نوموړي له اعدام سره خبره برعکس او وروسته د پاڅونونو شدت دومره زیات شو، چي په پایله کي ایټالوي ځواکونه له لیبیا څخه بشپړل ووتل.

د ۱۹۳۱کال د سپتمبر په ۱۱مه، ایټالویان له داسې جګړې وروسته د عمر مختار په نیولو وتوانېدل چې د هغه اس ووژل شو او عینکې یې ماتې شوې.عمر مختار تر نیولو وروسته یې د یو محکمې په پایله کي د اعدام حکم صادر او د همدې میاشت په ۱۶مه په دار وځړول شو.

سره له دې چې د عمر مختار عمر د ۷۳ کلنۍ په شاوخوا کي وو، خو بیا هم د دار حکم ورباندي تطبیق شو.

عمر مختار د خپل ژوند پر مهال او تر هغه وروسته د ډېرو عربانو په ځانګړي ډول لیبیایانو لپاره د خپلواکۍ سمبول وګرځېدی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه