د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني د قطر د ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستيال او راغلي پلاوی سره کتلي دي.
دغه وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د ښو اړیکو پر لا پراختیا، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ښه تعامل او رغنده رول، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
حقاني پرون د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له رئیس ښاغلي ابراهیم کالن او مل پلاوي سره هم کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په هغې لیدنه کې دواړو لوریو په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د امنیت، مخدره موادو پر ضد د مبارزې، د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ پر همغږیو او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې شوې وې.
د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر او د قطر لوړپوړي پلاوي کابل ته راغلي او دلته یې د اسلامي امارت له یو شمېر وزیرانو سره ناستې او پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د یادولو ده چې تر اوسه د دغو ناستو او شویو بحثونو جزییات نه دي رسنیز شوي.


