خانهنړۍ"د امریکا اقتصاد به ولوېږي"

“د امریکا اقتصاد به ولوېږي”

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هلته بیاځلي دیموکراتان واک ته ورسېږي، امریکا به له سخت اقتصادي رکود سره مخ شي. 

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې ټرمپ دا څرګندونې د شمالي کارولینا ایالت په ګاستونیا کې خپلو پلویانو ته کړې دي.

نوموړي د خبرو پرمهال خپلې پالیسۍ د ډیموکراتانو له پالیسیو سره پرتله کړې دي.

خو بلخوا ځینې کارپوهان بیا د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د امریکا اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دي او په وینا یې چې ټرمپ په بېلابېلو جګړو کې د ښکېلتیا له امله د امریکا اقتصاد خراب کړی دی.  

دا څرګندونې داسې مهال دي چې دا مهال امریکا له ایران سره یوې خونړۍ جګړې ته ننوتې چې د امریکا لپاره یې لګښت تر دې دمه شپږ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. 

که څه هم ځینو هېوادونو د دې جګړې د پایته‌رسېدو لپاره هڅې پیل کړې، خو لا یې هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې او څو ځلې د امریکا له لوري له اوربند سرغړونه شوې ده.  

 ډونالډ ټرمپ له ایران سره روانه جګړه په ایران کې د رژیم تغییر لپاره نه ده بللې، بلکې ټینګار یې کړی چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه