خانهافغانستاند ادارو کاري ساعتونه د سهار له ۸ نیمو د ماسپښین تر...

د ادارو کاري ساعتونه د سهار له ۸ نیمو د ماسپښین تر ۳ نیمو پورې ټاکل شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال د وروستیو شپږو میاشتو کاري ساعتونه اعلان کړي دي. 

د اسلامي امارت باختر اژانس لیکلي چې د مرکزي او ولایتي ادارو د کارکوونکو کاري ساعتونه د روان ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د کب میاشتې تر وروستۍ ورځې پورې له شنبې څخه تر چهارشنبې پورې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰بجو پورې ټاکل شوي دي. 

په راپور کې راغلي چې د پنجشنبې په ورځو کې بیا د سهار له ۸:۳۰بجو څخه د ماسپښین تر ۱:۳۰ بجو پورې کاري ساعتونه ټاکل شوي دي. 

د باختر اژانس په راپور کې د دې خبرتیا له مخې راغلي چې له شنبې څخه تر چهارشنبې پورې د ماسپښین له ۱۲ بجو څخه تر ۱بجې پورې د لمانځه ادا کولو او ډوډۍ خوړلو لپاره وقفه په پام کې نیول شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت همداراز ویلي چې د روژې میاشتې کاري ساعتونه به وروسته اعلان شي، او اعلان شوي کاري ساعتونه له روژې پرته د نورو ورځو لپاره دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه