د هرات والي د ترکمنستان له سرقونسل «باتور یولوف» سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د ترانزیټي لارو پر پراختیا، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژې او له ترکمنستان څخه د هرات له لارې فراه ولایت ته د برېښنا لېږد په اړه هم خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د هرات والي، شیخ مولانا اسلام جار له قوله راغلي چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ له لارې د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې او د دې لارې پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولري.
نوموړي د هرات – تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې پر ارزښت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې کولای شي د سیمې شمال او جنوب هېوادونه له یو بل سره ونښلوي او د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي.
د هرات والي همداراز له ترکمنستان څخه د هرات له لارې فراه ولایت ته د برېښنا لېږد په اړه هم خبرې کړې او په وینا یې چې د اسلامي امارت سیمهییزو مسوولینو دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
بلخوا د ترکمنستان سرقونسل ویلي چې د تورغونډۍ له لارې د ترانزیټي لارو زیاتېدو او سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره به هر اړخیزې هڅې وشي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ دوام لري.


