خانهافغانستاند افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي په کابل کې د اذربایجان له سفیر «الهام محمدوف» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړه لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د ګډې پانګونې پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا غږېدلي دي. 

سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې هاشمي د اذربایجان له سفیر څخه غوښتي چې د افغان سوداګرو لپاره د اړتیا وړ پټرول او ډیزل په برابرولو او له اذربایجاني شرکتونو سره د اړیکې په برخه کې همکاري وکړي.   

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس همداراز اذربایجاني سوداګرو او پانګوالو ته په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) په پینځم ملي او نړیواله نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده. 

په دې کتنه کې د اذربایجان سفیر ډاډ څرګند کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېر یو کال راهیسې د اذربایجان په ګډون له ځینو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه