بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا شپږ میاشتنۍ جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې دا اټکل د امریکا کانګرس د بودیجې دفتر اعلان کړی او ویلي دا لګښت به میاشت کې درې میلیارد ډالر نور هم زیات شي.
دغه دفتر ویلي چې مهماتو پراخه کارونې د امریکا د وسلو پر زېرمو فشار راوستلی او د دوی د بیا ډکولو لپاره تر پنځو کلونو پورې وخت نیولی شي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په منځني ختیځ کې د ایران د بریدونو په امریکايي اډو کې سلګونه ودانۍ او مهمات په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې د ایران د بریدونو له امله د «MQ-9 Reaper» بېپيلوټه په ګډون لسګونه امریکايي ډرون هم ویجاړې شوې دي.
تر دې مخکې د امریکا جګړې وزیر، پیټ هیګسټ ویلي وو چې تر دې دمه د ایران پر وړاندې د امریکا جګړ ۳۷٫۵ میلیارد ډالر لګښت لرلی دی.
خو بلخوا کارپوهانو بیا د امریکا د جګړې وزارت له لوري د جګړې د لګښت خپاره شوي ناسم بللي او دا لګښت یې تر دې هم دوه چنده زیات اټکل دی.


