اسرائیلي پوځ د غزې پر «لمواصي» سیمه برید کړی چې له امله یې د یوې ماشومې په ګډون دوو کسانو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې دا برید د اسرائیلو له لوري په «المواصي» سیمه کې پر یو لنډمهاله پنډغالي شوی دی.
د اسرائیلي پوځ له لوري دا بریدونه له حماس سره تر اوربند وروسته کېږي چې بار بار له اوربند سرغړونه بلل شوې ده.
د راپورونو له مخې چې له اوربند وروسته د اسرائیلو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیانو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
بلخوا پر بشري حقونو د څار ګڼو نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو پر غزې د اسرائیلو بریدونه «جنګي جنایت» او «نسلوژنه» بللي او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د یادولو ده چې پر غزې د اسرائیلو بریدونو له پیله تر اوسه لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپيان دي. په ورته مهال اسرائیل غواړي چې فلسطینیان له غزې څخه وباسي، خو د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له دې پلان سره مخالفت ښودلی دی.


