خانهافغانستانسږکال له پاکستان او ایرانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال راستانه...

سږکال له پاکستان او ایرانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال راستانه شوي

د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۶۱۷ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن(سه‌شنبه، د سپټمبر ۱۵مه) ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۶۱۷ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

 فطرت زیاته کړې چې په دغو کسانو کې څه باندې ۴۳۷ زره کسان له پاکستان او نږدې ۱۸۰ زره کسان له ایران راستانه شوي دي.

باید وویل شي چې د کډوالو راستېدو لړۍ دوام لري او هره ورځ په زرګونه افغانې کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستېږي.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه