د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې سږکال د بادامو حاصلات د تېرکال پرتله ۱۰ سلنه زیات شوي دي. سږکال په دغه ولایت کې له باغونو ۱۴۷۵ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن(سهشنبه، د سپټمبر ۱۵مه) ویلي، سږکال په دغه ولایت کې پر ۴۹۶ هکټاره ځمکه د بادامو ونې کېنول شوې وې، چې له باغونو ۱۴۷۵ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال په یاد ولایت کې ټولټال ۱۳۳.۶۷ مټریک ټنه د بادامو حاصلات راټول شوي وو.
باید وویل شي چې لوګر د افغانستان له هغه ولایتونو دی چې د بادامو د کرنې لپاره مناسب اقلیم او حاصلخېزه ځمکه لري. بادام د دغه ولایت د بزګرانو له مهمو محصولاتو شمېرل کېږي او هرکال یې یوه برخه حاصلات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.
د یادولو ده چې په وروستیو کلونو کې د مېوه لرونکو باغونو پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي خبره کېږي؛ خو بزګران لاهم د اوبو کمښت، د معیاري نیالګیو نشتوالي، د افتونو او ناروغیو او بازارموندنې له ستونزو سره مخ دي.


