خانهافغانستاند پنجشېر نږدې درې زره قیراطه تازه ایستل شوي زمرد وپلورل شول

د پنجشېر نږدې درې زره قیراطه تازه ایستل شوي زمرد وپلورل شول

د پنجشېر مسوولین وایي، د دغه ولایت د زمردو په تازه بولۍ کې ۲ زره او ۹۵۵ قیراطه تازه ایستل شوي زمرد په ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو وپلورل شول.

د پنجشېرد والي ویاند سیف‌الدین لټون نن(سه‌شنبه، د سپټمبر ۱۵مه) ویلي، د دغه ولایت د زمردو په تازه بولۍ کې ۲ زره او ۹۵۵ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد په ۱۶ میلیونه او ۷۶۲ زره افغانیو وپلورل شول.

تېره اوونۍ هم د دې ولایت ۱۱ زره قیراطه زمرد د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي وو.

د ویلو ده چې د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کانونو ایستل زیات شوي چې ا.ا یې د قانوني او معیاري ایستنې ډاډ څرګند کړی دی. 

پنجشېر د زمردونو په رایستنه کې د افغانستان یو له مهمو ولایتونو څخه دی. دې قیمتي ډبرې تل د خپل لوړ کیفیت او ارزښت له امله د کورنیو او بهرنیو بازارونو پام ځانته اړولی دی. په وروستیو کلونو کې، په ولایت کې د رسمي لیلامونو له لارې د ایستلو او پلور پروسې تنظیمولو لپاره هڅې شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه