خانهافغانستاند افغانستان د سړکونو شبکې اوږدوالی څه‌ باندې ۲۴۵زره کيلومتره تثبيت شو

د افغانستان د سړکونو شبکې اوږدوالی څه‌ باندې ۲۴۵زره کيلومتره تثبيت شو

د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې د جغرافيايي معلوماتو د انسجام او تحليل له لارې په لومړي ځل د افغانستان د سړکونو شبکې ارزونه کړې چې له مخې یې د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵زره او ۷۲ کيلومتره تثبيت شوی دی. د دې ادارې د جغرافيايي معلوماتو عمومي رياست د ارزونې او تحلیل پر اساس د سړکونو د ټولې شبکې ۱۸ زره او ۲۴۱کيلومتره (٪۷٫۴) پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱کيلومتره (٪۹۲٫۶) خام سړکونه دي.

دغې ادارې دا ارزونه د هېواد د سړکونو شبکې په اړه د يوه هر اړخيز او واحد انځور د چمتو کولو په موخه ترسره کړې دي چې د سړکونو د شبکې معلومات له بېلابېلو سرچينو، لکه ټولګټو وزارت، د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت، د Open Street Map (OSP) نړیوالې ډېټا له سايټ  او د سپوږمکۍ انځورونو د فضايي سروې له لارې راټول او تحليل شوي دي.

د دې ارزونې د موندنو له مخې، د سړکونو شبکې لويه برخه لا هم خام سرکونه تشکيلوي او د پخو سړکونو د کچې او برخې له مخې د ولايتونو تر منځ د پام وړ توپير موجود دی. کابل د نورو ولايتونو په پرتله تر ټولو زيات (۴زره او ۸۴) کيلومتره پوخ سرک لري، په داسې حال کې چې نورستان د ترټولو کم (۱۲) کيلومتره پاخه سړک درلودونکی دی.

د ولايتونو د سړکونو په ټوله شبکه کې د پخو سرکونو ونډې ته په کتو کاپيسا ولايت د ۲۵٫۱ سلنه پخو سړکونو په درلودلو په ترټولو لوړه کچه او دايکنډي او غور ولايتونه د ۰٫۵ سلنه پخو سړکونو په لرلو، په تر ټولو ټيټه کچه کې دي.

همدارنګه د دې ارزونې په اوږدو کې ۴زره او ۷۴۷ لوی او کوچني پلونه، ۸ زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ د سېلابونو د تېرېدو ځايونه تثبيت او پېژندل شوي دي. پر دې سربېره، د هېواد د سړکونو په شبکه کې ۱۶ويجاړ شوي پلونه او ۲۴۹ هغه ځايونه تثبيت شوي دي چې د پلونو جوړولو ته په کې اړتيا ده.

له بلې خوا، د سړکونو شبکې ته د کليوالي وګړو د لاسرسي کچه هم ارزول شوې ده. د دوه کيلومتره واټن د معيار له مخې، شاوخوا ۴۱سلنه کليوالي وګړي پخو سړکونو، ۶۳سلنه عمومي سرکونو او ۹۶ سلنه د سرکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري. د دې ارزونې پایلې همدارنګه د ولایتونو ترمنځ د لاسرسي په کچه کې د پام وړ توپیرونه ښيي، او د هغو سيمو په پېژندنه کې ترې ګټه اخيستل کېدای شي چې د ترانسپورټي بېخ‌بناوو پراختیا او ښه‌والي ته په کې اړتيا ده.

توليد شوي معلومات او د هېواد د سړکونو شبکې واحده لايه د بېخ‌بنايي پروژو د لومړيتوب‌بندۍ، تصميم‌نيونې او پلان‌جوړونې لپاره د يوې مسلکي مرجع په توګه کارېدلای شي. د سړکونو او پلونو بيارغونه او پراختيا، عامه خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ښه‌کېدل، د پېښو او بېړنيو حالاتو مديريت او د تل پاتې پراختيا (SDGs) په موخو پورې اړوند شاخصونو تحليل هغه موارد دي چې له دې معلوماتو څخه په کې ګټه اخيستل کېدای شي.

د یادولو ده چې د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې د جغرافيايي معلوماتو عمومي رياست د هېواد د جغرافيايي معلوماتو د زېرمتون د رامنځته کولو او غني کولو په موخه په بېلابېلو مرحلو کې د جغرافیايي لایو د ادرس سروې ترسره کړې او لا هم دا بهیر دوام لري. له بلې خوا، د دغو معلوماتو تولید او اغېزناکه کارونه د شواهدو پر بنسټ د تصمیم‌نیونې، د سرچینو د غوره او اغېزناکې کارونې او د هېواد د ترانسپورټي شبکې د متوازنې پراختیا زمینه برابروي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه