خانهافغانستانزابل کې برمې ته لوېدلي ماشوم ژوند بایللی

زابل کې برمې ته لوېدلي ماشوم ژوند بایللی

د زابل مسوولین وایي، په یاد ولایت کې یوې ۶۰ متره ژورې برمې ته لوېدلي ماشوم ژوند بایللی دی. 

د دغه ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې چې دا ماشوم پرون مازدیګر شاوخوا څلور بجې برمې ته لوېدلی و او د شپې په ۱۲ بجو را ایستل شوی دی.  

دا په داسې حال کې تېره شپه د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۳۰ متره برمې ته لوېدلی ماشوم ژوندی را ایستل شوی و. 

دا ماشوم د اسلامي امارت دفاع وزارت تخنیکي ټیم له لوري ژغورل شوی دی. 

په وروستیو کې په ځینو لوېدیځو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي او اسلامي امارت بار بار له خلکو غوښتي چې دا دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره د ژورو څاګانو او برمو سرونه پټ وساتي. 

څه موده مخکې هم په هلمند کې شاوخوا ۷۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی ماشوم ژوند بایللی و.

تر دې مخکې د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني د لوېدیځو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي وو چې د خپلو برمو سرونه پټ وساتي، تر څو د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه