خانهافغانستانملګري ملتونه: په میلیونونو افغانان د څښاک له پاکو اوبو څخه بې...

ملګري ملتونه: په میلیونونو افغانان د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام وايي، چې د اوبو د حیاتي اهمیت سره سره، په افغانستان کې په میلیونونو خلک لاهم د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UNHCR)  (تېره یکشنبه، د وږي ۲مه) چې د اوبو د اهمیت سره سره، په افغانستان کې په ملیونونو خلک لاهم د څښاک خوندي او باوري اوبو ته لاسرسی نه لري، چې په افغانستان کې د اوبو سرچینو د ساتنې، حفظ الصحې ښه کولو او صحي ټولنو د جوړولو لپاره هوښیار ښاري پلان جوړونې، د اوبو سرچینو سالم مدیریت او د کثافاتو مدیریت ته بیړنۍ اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UNHCR) ټینګار کړی چې په ټول افغانستان کې د څښاک خوندي اوبو ته د نړیوال لاسرسي چمتو کولو هڅې باید ګړندۍ شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د پخوانیو راپورونو له مخې، د باران کمښت، د ځمکې لاندې اوبو په کچه کې د پام وړ کمښت او د ښاري زیربناوو د کیفیت نشتوالي د افغانستان په ښارونو او کلیو کې په ملیونونو کورنۍ د اوبو د کمښت له جدي بحران سره مخ کړي دي.

د وچکالۍ سربېره، د ښاري فاضله موادو او فاضله اوبو ناسم مدیریت هم د ځمکې لاندې محدودو سرچینو ککړتیا کې مرسته کړې.

نړیوالو سازمانونو مخکې خبرداری ورکړی و چې د ککړو اوبو کارول کولی شي د کولرا او معدې ناروغیو په ګډون په ځانګړې توګه د ماشومانو او زیان منونکو کورنیو ترمنځ د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه