د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي چې د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه یې له نړیوالې ټولنې سره د پنځه میلیون یورو په ارزښت پروژه پیل کړې ده.
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، د دې پروژې موخه دا ده چې بازارونو ته د ښه لاسرسي په برخه کې له افغان بزګرانو او کرنیزو بنسټونو سره مرسته وشي، تر څو دوی باثباته عاید ترلاسه او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو پر وړاندې لا پیاوړي شي.
په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي شارژدافیر «نیکولا بيلومو» په حواله ویل شوي چې د خوړو او کرنې سازمان لپاره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانانو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اروپايي ټولنې د دوامداره ژمنې څرګندونه کوي.
د نوموړي په وینا چې د افغانستان کرنیز سکتور لا هم خپل بشپړ ظرفیت نه دی کارولی او افغانستان یې د اقلیمي بدلون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ بللی دی.
اروپایي ټولنې همداراز ویلي چې دوی به د خپل همکار، د خوړو او کرنې سازمان سره په ګډه د کرنیزو ترویجي خدمتونو پیاوړتیا، د کرنیزو کاروبارونو پراختیا او ظرفیت لوړونې، د طبیعي حللارو ترویج او د شواهدو پر بنسټ د معلوماتو او تحلیلونو ښهوالی ته کار وکړي.


