د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ژمنه کړې چې هر له ۱۸ کلنۍ پورته امریکايي وګړي ته به پنځه زره ډالر خامخا ورکوي، او امریکایان یې د دې پيسو مستحق بللي دي.
ټرمپ دا پیسې د «ټرمپ ونډه» نومولې او ویلي یې دي چې اوسمهال امریکا ټریلیونونه ډالر عواید ترلاسه کوي. او هر له ۱۸ کلنۍ پورته امریکايي وګړي ته به دا ۵ زره ډالر سل په سلو کې ورکول کېږي.
د امریکا ولسمشر تر دې مخکې ویلي وو چې د «جمهوري غوښتونکي» په بریا سره به له یو ټرېلیون ډېر ډالر ووېشي.
د هغه په وینا چې دا پیسې به وروسته له هغې وېشي چې که جمهوري غوښتونکي د نومبر په منځمهالو ټاکنو کې د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د جمهوري غوښتونکو د منځمهالو ټاکنو په کنوانسیون کې کړې او ویلي یې دي چې دا پیسې به د ونډې په توګه امریکایانو ته ورکړل شي.
بلخوا د امریکا د استازو جرګې مشر «مایک جانسن» د دغو پنځه زره ډالري تادیاتو د عملي کېدو لپاره د کانګرېس تصویب مهم بللی او په وینا یې چې دا به د کانګرېس له تصویب وروسته عملي کېږي.
په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکو ویلي چې د دې طرحې لګښت ښايي له یو ټریلیون ډالرو هم واوړي.


