خانهنړۍعمان کې د هرمز تنګي په اړه جوړېدونکې غونډه ځنډول شوې 

عمان کې د هرمز تنګي په اړه جوړېدونکې غونډه ځنډول شوې 

د عمان بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه هېواد کې د ایران او عراق په ګډون د سیمې هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو جوړېدونکې غونډه ځنډول شوې ده.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې دا غونډه نن (دوشنبه) د عمان په صلاله کې جوړه شوې وای او د ایران، عراق په ګډون د فارس خلیج شپږو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی وای.

دا غونډه د سیمې پر روان وضعیت د بحث او هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو لپاره د خوندي تګ‌راتګ پر لارو هم خبرې کېدې، خو عمان ویلي چې د ګډې هوکړې د رامنځته‌کولو لپاره دا غونډه ځنډول شوې ده.

تر دې مخکې بحرین او متحده عربي اماراتو ویلي وو چې د ایران په شتون کې به د دوی استازي په دې غونډه ګډون ونه کړي. 

د عمان بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې دا غونډه به په کومه نېټه بیا پلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ عمان ته خبرداری ورکړی و چې د هرمز تنګي په اړه له ایران سره د واشنګټن د خوښې خلاف هوکړه ونه کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه