خانهنړۍاندونیزیا کې د پرونۍ کښتۍ چپه‌کېدو له امله ۱۲۹ کسان لا هم...

اندونیزیا کې د پرونۍ کښتۍ چپه‌کېدو له امله ۱۲۹ کسان لا هم ورک دي

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې په اندونیزیا کې د پرونۍ مسافروړونکې کښتۍ د چپه‌کېدو له امله د ۶ کسانو مړینه تایید شوې او ۱۲۹ نور لا هم نادرکه دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې له دې پېښې وروسته ژغورونکو ډلو ۱۰۸ کسان ژغورلي دي. 

پرون کامپس خبري شبکې راپور ورکړی و چې د «ویرګو ټرانسپورټ ۸» کښتۍ د ختیځ جاوا له سورابایا څخه د سویلي کالیمانتان په لور روانه وه چې د اندونیزیا په وخت شاوخوا ۲ بجې ورسره اړیکه پرې شوې وه.

هغه مهال د بانجارماسین د لټون او ژغورنې دفتر مشر «پوتو سودایانا» ویلي وو چې د هغه دفتر دوه ساعته وروسته د بیړني حالت راپور ترلاسه کړی او سمدلاسه د لټون او ژغورنې ډله سیمې ته استول شوې وه.

د هغوی په وینا یې دا کښتۍ د خرابې هوا او سختو څپو له امله چپه شوې وه.

د راپورونو له مخې چې دا مهال ژغورونکې ډلې د کښتۍ د موقعیت یا احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره لټون پیل کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه