خانهافغانستانکندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شول 

کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شول 

د کندوز امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په «علي‌اباد» ولسوالۍ کې د مسافروړونکي موټر چپه‌کېدو له امله ۲۶ کسان ټپيان شوي دي.  

د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د «علي‌اباد» ولسوالۍ په «جلوګیر» سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله شوې ده. 

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې له امله ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. 

سرچینې د ټپيانو وضعیت ښه بللی، او په وینا یې چې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي وه. 

له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

څه موده مخکې د اسلامي امارت ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اعلان کړی و چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې په لویو مسافر وړونکو موټرو کې له لس زرو ډېرې جي‌پي‌اېس الې نصب کړې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه