خانهنړۍایران او ترکیې په سیمه کې د کړکېچ پراخېدو پر مخنیوي ټینګار...

ایران او ترکیې په سیمه کې د کړکېچ پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان د ایران بهرنیو چارو له وزیر، سیدعباس عراقچي سره د ټلېفوني مکالمې له لارې د سیمې پر روان وضعیت غږېدلی دی.   

ترکي رسنیو لیکلي چې هاکان فیدان له عراقچي سره پر ایران د وروستیو بریدونو په اړه هم غږېدلی، او دواړو لوریو په سیمه کې د شته کړکېچ پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. 

په دې مکالمه کې همداراز د هرمز تنګي پر وضعیت او پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو په اړه هم بحث شوی دی.  

د راپورونو له مخې چې «هاکان فیدان» او «عباس عراقچي» همداراز ټینګار کړی چې په سیمه کې د ثبات ټینګښت لپاره به ډیپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر سعودي عربستان د یمن حوثیانو بریدونو زور اخیستی چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د سعودي عربستان د تېلو مهم تاسیسات په نښه شوي دي. 

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان پر تاسیساتو د بریدونو مسوول «تهران» بللی او له ریاض سره یې د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار کړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه