د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان خبریال سید قاسم هاشمي او هنرمند حامد احساس له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې اسلاماباد کې نادرکه شوي او پاکستاني پولیسو یې تر اوسه قضیه نه ده ثبت کړې.
د بښنې نړیوال سازمان نن(شنبه، د سپټمبر ۱۲مه) ویلي، افغان خبریال سید قاسم هاشمي او هنرمند حامد د جولای له ۴مې راهیسې اسلاماباد کې نادرکه دي او اندېښنه یې ښودلې چې ښايي افغان خبریال سید قاسم هاشمي او هنرمند حامد احساس په جبري توګه نادرکه یا په خپلسري ډول نیول شوي وي.
دغه سازمان یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د شاوخوا دوو میاشتو په تېرېدو پاکستاني پولیسو تر اوسه د هغوی د نادرکه کېدو قضیه نه ده ثبت کړې.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دغو دوو افغانانو د نادرکه کېدو قضیه وڅېړي او د هغوی د برخلیک په اړه مالومات وړاندې کړي.
د یادو کسانو کورنیو په وینا، د دواړو سړیو موټر وروسته د اسلام آباد په “D-12” سیمه کې د تعقیب سیسټم له لارې وموندل شو، خو د موټر دننه یا شاوخوا د هاشمي او احساس هېڅ نښه نه وه.
د دوی کورنیو وویل چې د اسلاماباد پولیسو لخوا د موضوع تعقیب سره سره، دوی لا تر اوسه د دواړو د ځای یا برخلیک په اړه کوم مشخص معلومات نه دي ترلاسه کړي.
باید وویل شي چې سید قاسم هاشمي مخکې د روان کال په می میاشت کې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی و او د یو څه مودې لپاره نامعلوم ځای ته لیږدول شوی و.


