خانهافغانستانو نه و یو شپون و

و نه و یو شپون و

نن پنجشنبه د د نامتو پښتو لیکوال، ژورنالست او شاعر استاد سعدالدین شپون نهم تلین دی. استاد شپون په داستاني ادب کې د ځانګړي سبک څښتن و، او لامل یې هم ژور فکر او اوږده تجربه بلل کېږي.

 له نن څخه نهه کاله وړاندې استاد سعدالدین شپون د وږی په ۱۹ ورځ د امریکا د ویرجنیا په ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

 شپون په خټه د ننګرهار د خوږیاڼو و ، خو کورنۍ یې کندوز ته کډه کړې وه او په ۱۹۳۳ کال کې په دغه ولایت کې زېږدلی و.

شپون په حبیبیه لیسه کابل کې د لېسې ترکچې زده کړې کړې وې، بیا وروسته امریکا ته تللی و او هلته یې په ادبیاتو کې ماستري اخېستې وه. دی د کابل او کوپن هاګن په پوهنتونونو کې استاد هم پاتې شوی و. څو لسیزې یې په امریکا غږ کې د خبریال په توګه هم دنده پر مخ وړې وه.

د شپون د سبک ځانګړنو کې د نثر ولسي ژبه، انځورګري، کرکټرکښنه او طنز تر ټولو مهم بلل کېږي.

داستان د ولس پر پېښو څرخي او ژبه یې هم ولسي ده.

د شپون کتابونو څخه په څلوېښتمه لسیزه کې د سیال سړي په نوم د لنډو کیسو ژباړه، د بنګي غاړه د لنډو کیسو ټولګه، شین ټاغی، ګټیالی، د څمڅې یاران، او ښایستو یې د ناولونو نمونه دي.

و نه و یو شپون و، د شپون خپل ژوند په اړه لیکل شوی کتاب دی.

استاد سعدالدین شپون په ۸۴ کاله په عمر امریکا کې ساه ورکړه.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه