د سوریې د ادلب په شمال کې د مرګونې چاودنې له امله د دغه هېواد دفاع وزارت ۱۴ کارکوونکي وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۱۱ کسان نور ټپيان شوي دي.
د سوریې رسنیو د چارواکو په حواله لیکلي چې دا چاودنه د ادلب په شمال کې د وسلو او له جګړې د پاتې شونو په یو موقتي ساتنځای کې شوې ده.
د «سانا» خبري اژانس په راپور کې راغلي چې د دې چاودنې له امله وژلشوي ټول د دغه هېواد دفاع وزارت کارکوونکي دي.
چارواکو ویلي چې د دې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوې، او لامل به یې ژر روښانه شي.
په ورته مهال د سوریې دفاع وزارت پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې په سوریه کې دا ډول چاودنه لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړوي، بلکې تر دې مخکې هم په دغه هېواد کې د ورته چاودنو له امله لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي وو.
د یادولو ده چې سوریه اوسمهال د احمد شرع په مشرۍ له جګړې نږدې راوتوونکی هېواد بلل کېږي.


