د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمي وايي چې که جمهوري غوښتونکي د نومبر ټاکنې وګټي، نو هر بالغ امریکايي ته به ۵ زره ډالر ورکړي. په دې سره د ټرمپ له لوري ټولې وېشلکېدونکې پيسې له یو ټرېلیون ډالرو څخه اوړي.
ټرمپ ویلي چې دا پیسې به وروسته له هغې وېشي چې که جمهوري غوښتونکي د نومبر په منځمهالو ټاکنو کې د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړي.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د جمهوري غوښتونکو د منځمهالو ټاکنو په کنوانسیون کې کړې او ویلي یې دي چې دا پیسې به د ونډې په توګه امریکایانو ته ورکړل شي.
نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې د پیسو د تمویل، وېشلو وخت او د طرحې د عملي کېدو څرنګوالی به څه ډول وي.
په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د دې طرحې لګښت ښايي له یو ټریلیون ډالرو هم واوړي.
د یادولو ده چې د ټرمپ له لوري په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډېرې شوې ژمنې عملي شوې دي. د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال یې ژمنه کړې وه چې له بریا وروسته به د بهرنیو اتباعو په ورتګ بندیز لګوي چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته یې د کډوالو پر وړاندې تر ټولو سخته پالیسي غوره کړه.


