د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران پر وړاندې جګړه د امریکا له ټاکنو وروسته پای ته رسول کېږي، او ورسره هممهاله به د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې ټیټې شي.
ټرمپ د امریکا تر ټاکنو پورې د ایران پر وړاندې د جګړې غځولو یو لامل دا بللی چې په خبره یې تهران د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنې او دا بهیر ګډوډي.
ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ادعا کړې چې ایران یې په خپلو بریدونو سره سخت کمزوری کړی، او د نور مقاومت توان نه لري.
بلخوا ایراني چارواکو بیا د ټرمپ دا څرګندونې بابېزه بللې او ټینګار یې کړی چې تهران د هر ډول جګړې غځولو ته بشپړ چمتووالی لري او «دښمن» ته به لا نور سخت ګوزارونه هم ورکړي.
د یادولو ده چې دا مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ژور ښکاري او د امریکا له لوري پر ایران د بریدونو دوام د تېلو بیې لوړې کړې دي.
ایراني چارواکو د امریکا بندیزونه د واشنګټن پخوانۍ پالیسي بللې او ګواښ یې کړی چې د دوام په صورت کې به ایران پوځي اقدام ته اړ شي.


