پاکستاني حکومت ایران ته خبرداری لېږلی چې د تهران له ملاتړ برخمن حوثیان دې نور پر سعودي عربستان بریدونه ودروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې د پاکستان دا خبرداری د سعودي عربستان په غوښتنه ایران ته لېږل شوی، او ویل شوي چې دا ډول بریدونه په جګړه کې د سیمې نور هېوادونه ښکېل کوي.
پاکستان چې له سعودي عربستان سره یو دفاعي تړون لاسلیک کړی، نو ځکه یې ایران ته دا ډول خبرداری ورکړی دی.
په دغه خبرداري کې واضح ویل شوي چې د یمن حوثیان د ایران له ملاتړ برخمن دي او پر سعودي عربستان د بریدونو دوام یې په جګړه کې د سیمې د نورو هېوادونو د ښکېلتیا لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان تر ټولو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې لسګونه کسان ټپيان شوي دي.
د حوثیانو له دغو بریدونو وروسته سعودي عربستان ګواښ کړی و چې دا ډول بریدونه به بېځوابه نه پرېږدي، او هممهاله یې د حوثیانو ځینې مرکزونه ویشتلي دي.


