خانهافغانستانحیرتان بندر کې د کم‌کیفیته توکو څلور محمولې مسترد شوې 

حیرتان بندر کې د کم‌کیفیته توکو څلور محمولې مسترد شوې 

د ا.ا معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په حیرتان بندر کې د کم‌کیفیته توکو څلور محمولې بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا توکي د حیرتان بندر د معیار او کیفیت امریت د اړینو لابراتواري ازموینې له ترسره کولو وروسته کم‌کیفیته تشخیص شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دغو محمولو کې د ۱۷۳۰ کیلوګرامه په وزنونو د LED ګروپونو دوه محمولې، د ۳.۵ ټنو په وزن د مسي سیمونو یوه محموله، ۲۰۰ کیلوګرامه سولري چراغونه او د ۲۲ ټنو په وزن د سمنټو یوه محموله، شامل دي.

د معیار او کیفیت ادارې لیکلي: “یاد توکي له دقیقو ارزونو او ازموینو وروسته د هېواد له داخلي معیارونو سره مغایر تشخیص شول او د سمیه‌ییزو اړوندو ادارو د استازو په شتون کې هېواد ته د هغوی د داخلېدو مخه ونیول شوه او بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شول.”

د معیار او کیفیت ادارې د هېواد په بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسې پر پياوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د غیرمعیاري توکو او محصولاتو د واردېدو مخنیوی به کېږي. 

د یادولو ده چې یادې ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل کم‌کیفیته توکي مسترد کړي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه