د ا.ا ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د دې ادارې تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزراتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د سالنګ دویم تونل جوړولو پر موضوع بحث شوی دی.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې دې غونډې ته د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو په برخه کې د متحده عربي اماراتو د HHM Global Industry Group شرکت له لوري د پانګونې لېوالتیا موضوع د بحث لپاره وړاندې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري په افغانستان کې د یاد اماراتي شرکت د پانګونې له لېوالتیا هرکلی شوی او ډاډ ورکړل شوی چې اړوند وزارتونه او ادارې په دغه برخه کې ورسره پوره همکارۍ ته چمتو دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د یاد شرکت له مسوولینو غوښتنه شوې چې د سالنګ دویم تونل او د درملو تولیدي فابریکې جوړولو او همداراز نورو برخو کې د پانګونې لپاره خپلې طرحې چمتو او د بحث لپاره یې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.


