د ناروې د کډوالو شورا مشر «یان ایګلنډ» له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د جبري لېږلشویو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې راستانه شوي له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړي په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان ته د سفر پرمهال یې له هغو کورنیو سره لیدلي چې له پاکستان څخه په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي.
د یان ایګلنډ په وینا چې په دوی کې ډېر افغان کډوال له امکاناتو او شتمنیو پرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر همداراز د ناټو پر غړو هېوادونو نیوکه کړې چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال یې د دغه هېواد وګړي هېر کړي، او خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړي.
هغه همداراز ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د نړۍ بشري مرستو او بودیجې کمښت د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
تر دې مخکې یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د ځوانانو پر روان وضعیت اندېښنې څرګندې کړې او د بېوزلۍ د کمولو لپاره یې د نړیوالو د لاسنیوي غوښتنې کړې دي.


