د هرات ولایت مقام خبر ورکړی چې په یاد ولایت کې د یوې معیاري سړې خونې د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا معیاري سړه خونه د ۱٫۵ میلیون ډالرو په پانګونې جوړېږي، او دا مهال یې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
سرچینې لیکلي چې دا سړه خونه په څلور زره متره مربع ځمکه کې جوړه شوې او د شاوخوا درې زره ټنه مېوو، سبزیجاتو، غوښې، درملو او نورو خوراکي توکو د ساتلو ظرفیت لري.
“یاده سړه خونه پنځه د ساتنې خونې لري او د جوړولو پر مهال یې د خوراکي توکو د کیفیت ساتنې لپاره اړین معیارونه په پام کې نیول شوي دي.”
د هرات مسوولینو ویلي چې د معیاري سړو خونو جوړول کولی شي د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د بزګرانو د حاصلاتو د کال په ټولو موسمونو کې د ساتنې لپاره د زمینې په برابرولو کې مهم رول ولري.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ځینو ولایتونو کې لسګونه معیاري سړې خونې جوړې شوې دي.


