خانهنړۍد پوهنې د ساتنې نړیواله ورځ؛ "پر ښوونیزو بنسټونو نږدې ۹ زره...

د پوهنې د ساتنې نړیواله ورځ؛ “پر ښوونیزو بنسټونو نږدې ۹ زره بریدونه شوي”

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د نن (چهارشنبه، سپټمبر ۹مه) له بریدونو څخه د پوهنې د ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په نړۍ کې له تېرو دوو کلونو راهیسې پر ښوونیزو بنسټونو له ۸ زره ۵۰۰ ډېر بریدونه شوي دي. 

ګوتریش ویلي چې په دغو بریدونو سره ښوونځي، زده‌کوونکي او ښوونکي په نښه شوي او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ټینګار کړی چې په جګړه کې ښکېل اړخونه باید نړیوال قوانین مراعات او پر ښوونیزو بنسټونو د بریدونو مخه ونیسي. 

نوموړي همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د زده‌کوونکو او ښوونکو د تښتونې او رواني ستونزو بېلګې هم زیاتې شوې دي. 

افغانستان کې هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له تېر یو کال راهیسې پکې د پاکستان په بریدونو سره ډېر ښوونځي او مدرسې په نښه او ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز مخکې په نړۍ کې د جګړې له ښېکلو خواوو غوښتي وو چې پر ښوونیزو بنسټونو باید بریدونه ونشي او د دغو بریدونو عاملین ونیسي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه