خانهافغانستان"پاکستان دې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي"

“پاکستان دې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي”

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف درانی وایي چې د پاکستان حکومت دې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي، او افغان محصلان باید خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. 

نوموړي د پاکستاني حکومت دا پرېکړه «ټکان‌ورکوونکې» بللې او ویلي یې دي چې په دې سره به افغان محصلان خپلې هیلې له لاسه ورکړي.

اصف دراني ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د افغان ښځینه محصلینو ستنول د دوی هیلې له منځه وړي او ټول محصلان باید په پاکستان کې د بورسونو له لارې خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له دغه هېواد څخه د ورغتیا برخې افغان محصلان وباسي.

د پاکستاني حکومت دې پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي او دا ډول اقدامات له نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل شوې ده. 

تر دې مخکې په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت سفارت هم ویلي وو چې پاکستان باید دا ډول پرېکړې له سیاسي اختلافاتو سره ونه تړي او افغان محصلان هلته خپلو قانونو زده‌کړو ته پرېږدي.

په ورته مهال د پاکستان د ځینو ګوندونو مشرانو او چارواکو هم دا ډول پرېکړې ناسمې بللې او له پاکستاني حکومته یې غوښتي چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه